سوداګر: د لارو بندښت افغانستان او پاکستان ته زیان اړولی

د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي چې د تورخم او سپین‌بولدک د لارو د بندېدو له کبله دواړو خواوو ته د میلیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی.

پوره یوه میاشت پخوا یعنې د فبرورۍ په ۱۶مه پاکستان دا دوه لارې بندې کړي چې په نتیجه کې یې د دوو هېوادونو تر منځ سوداګري په ټپه درېدلې او په کانټینرونو کې بار خوراکي مواد ضایع شوي دي.

شااوخوا ۲۰۰ کانټینرونه په تورخم کې ایسار شوي او تر دې یو څه لږ په چمن کې بند پاتې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو استازو د پاکستان د مرکزي حکومت له چارواکو غوښتي چې دا لارې ژر تر ژره پرانیزي.

په همدې حال کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر پرون وویل چې ژر به د تورخم او سپین‌بولدک لارې پرانیستل شي خو هغه دقیقه نېټه ونه‌ښوده.