ټرمپ او بن سلمان ژمنه وکړه چې اقتصادي همکاري به زیاته کړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ژمنه وکړه چې خپل منځ کې اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي او د ایران له لوري د دوی په وینا د سیمې د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو مخه ونیسي.

دواړو خواوو دا خبرې پرون چهارشنبه په سپینه ماڼۍ کې د کتنې په ترڅ کې وکړې.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل، ټرمپ د دوو هېوادونو پر «تل‌پاتي ستراتیژیک مشارکت» ټینګار وکړ او دغه‌راز یې د سعودي عربستان او امریکا د اقتصادي پلان ملاتړ څرګند کړ.

د دغه پلان پر اساس په راتلونکو څلورو کلونو کې مستقیمې او غیر مستقیمې پانګونې تر ۲۰۰ میلیارده ډالرو اوړي.