راپور: د ۲۰۱۴ راهیسې د اوکراین ختیځ کې۱۰ زره تنه وژل شوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپرېل له نیمايي څخه تر اوسه پورې د اوکراین د ختیځ په شخړو کې شااوخوا ۱۰ زره تنه وژل شوي دي.

په دې راپور کې چې پرون چهارشنبه خپور شو، ویل شوي چې د اوکراین او روسي پلوو بېلتون غوښتونکو تر منځ د ۲۰۱۴ میلادي له اپرېله د ۲۰۱۷ میلادي د مارچ تر ۱۲مې پورې لږ تر لږه ۹ زره ۹۴۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۳ زره ۴۵۵ نور ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې دا هم ویلي چې د مرګ ژوبلو د شمېر په اټکل کې یې له محافظه کارۍ کار اخیستی دی.

راپور وايي، په دې شمېره کې د اوکراین وسله‌وال ځواکونه، ملکیان، او د وسله‌والو ډلو غړي شامل دي.

تر ۲ زره ډېر ملکیان وژل شوي او د ۷ زره او ۹ زره تر منځ ژوبل شوي دي.