پاکستان ته د افغانستان د علماوو شورا خبرداری

د افغانستان د علماوو شورا وايي، که پاکستان د تورخم او سپین‌بولدک د لارو له بندولو، د افغان مهاجرو له ځورولو او پر افغانستان د توغندیو له ویشتلو لاس وانه‌خیست، د افغانستان ځوابي اقداماتو ته دې انتظار وکړي.

د دې شورا غړو تېر ماښام په ارګ کې له ولسمشر غني او حکومته وغوښتل چې پر پاکستان له اتکا پرته د وارداتو او صادراتو پر متبادلو لارو غور وکړي.

د افغانستان د علماوو شورا یوه غړي شیخ عبدالحسین حیدري د دې شورا اعلامیه ولوسته:

"شورا د پاکستان اقدامات د اسلامي، انساني او د ګاونډیتوب د حقونو او د نړیوالو قوانینو خلاف بولي او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره خپل دا ظالمانه اعمال پای ته ورسوي."

د علماوو شورا غړو پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله وغندله او د مخدره موادو، د پوهنې د وضعیت او د سوریې جګړې ته د افغانانو د لېږلو پر موضوعاتو یې له ولسمشر سره خبرې وکړې.