د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې ورځې په نړیواله سیالۍ «او، ډي، اي» کې د ایرلنډ د کرکټ ټیم ته ماتې ورکړه.
د ایرلنډ لپاره د خواشینۍ وړ وه چې په دېرش رنزونو کې یې له افغانستانه ماتې وخوړه.
په «او، ډي، اي» کرکټ کې د افغانستان د درېیم بري په ګټلو کې حشمتالله شهیدي، سمیعالله شینواري، رحمت شاه، نور علي ځدراڼ لوی لاس درلود.
دولت ځدراڼ او راشد خان څلور او حمزه هوتک دوه وېکېټونه واخیستل.