هلال: پر سردار داوود خان روغتون د حملې په تړاو ۲۴ تنه نیول شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې په تړاو ۲۴ تنه نیول شوي دي.

پر دې کسانو په دنده کې د غفلت تور دی.

د حملې په اړه د څېړونکي پلاوي مشر جنرال هلال‌الدین هلال نن په کابل کې خبریالانو ته وویل:

"داسې اسناد لا نه‌لرو څو ثابته کړي چې له حمله کوونکو سره د روغتون ډاکترانو همکاري کړې وه."

د مارچ په اتمه د سردار محمد داوود خان پر روغتون په حمله کې تر سلو زیات کسان مړه او ټپيان شول.