په کوټه کې د افغان کډوالو پر يوه کور له شګو ډکه لارۍ ورنړېدلې چې له املهيې يوه ښځه، څلور د هغې لوڼې او دوهيې زامن وژل شوي او دوه تنه پهکې ټپيان دي.
د کوټې ښار په بېلابېلو سيمو کې د لويو ودانيو څنګ ته په خالي ځايونو کې افغان کډوالو خپل خام خټين کورونه جوړ کړي چې هر وخت د زلزلو، بارانونو او له نورو خطرونو سره مخامخ دي.
د کوټې د «زرغون سړک» شاته هم د پخو ودانيو په منځ کې د افغان کډوالو شااوخوا لس کورونه دي، وړمه شپه د دغو کورونو څنګ ته جوړېدونکې ودانۍ ته له شګو ډکه ډمپر لارۍ راغلې وه او د ځمکې د ښويېدو له امله پر يوه کور ورنړېدلې چې د يوې کورنۍ اووه تنه يوه ښځه، څلور يې لوڼې او دوهيې زامن وروژلي دي.
د دې کورنۍ يو افغان ګاونډی غوثالدين وايي، ډرېور تر پېښې وروسته وتښتېد او تر خاورو لاندې کسان په شااوخوا دوه ساعته کې راوايستل شول.
دی زیاتوي:
"پاو کم يوولس بجې وې، د خوب وخت وو، د رېګ لارۍ راغله، د کور سړى په يوه بله خونه کې ناست وو چاى يې کولې چې غږ يې واورېد او راووت لارۍ يې پر کور ورچپه شوه، زه په منډه لاړم بېلچه مې راوړه، خو رېګ او خځلې زيات وو، خلک ډېر راغلو خو کار نهکېده، بيا ماشين راغلى او مړي يې له خاورو راوايستل."
دغه کورنۍ د افغانستان د کندز ولايت ده چې له تېرو دېرشو کلونو په کوټه کې ژوند کوي.
په پېښه کې د دې کورنۍ دوه تنه يو د وژل شوې مېرمنې خاوند او يو يې ځوان زوى خان محمد ژوندي پاتې دي.
پوليسو د دې پېښې راپور ليکلى او د ډمپر لارۍ چلوونکى يې هم نيولى دى چې د پېښې د پلټنو لپاره به محکمې ته وړاندې کېږي.
د بلوچستان اعلى وزير پر دې پېښه خواشيني څرګنده کړې او په پېښه کې د ټپي کسانو د ښې درملنې امر يې کړى دى.