د اوکراین د امنیت او دفاع شورا وايي، له هغو سیمو سرهیې د مالونو لېږد رالېږد کارګو ترافیک بند کړی چې د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو تر لاس لاندې دي.
د دې شورا مشر الکساندر تورچینوف نن د اوکراین د ولسمشر له لوري د دې بندیز تر وړاندیز وروسته، دا پرېکړه اعلان کړه.
د اوکراین حکومت د هغو خلکو د هڅو په ملاتړ کې دا اقدام کړی چې په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له تر کنټرول لاندې سیمو سره د هر ډول تجارت او راکړې ورکړې مخالفت کوي.
د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو ویلي چې یوازې بشري مرستو ته به اجازه ورکوي چې د بېلتون غوښتونکو تر واکمنۍ لاندې دونیڅک او لوهانسک ته ولېږدول شي.