ټوسک: پر هالنډ د ترکیې له‌خوا د "فاشیزم" تور له حقیقته لیرې دی

د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک وايي، پر هالنډ د ترکیې له لوري د "فاشیزم" تور په بشپړ ډول له حقیقته لیرې دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر هالنډ تور پورې کړی چې د نازیانو د پاتې شوني په توګه فاشیستي چلند کوي.

اردوغان تر هغه وروسته دا خبرې وکړې چې د هالنډ حکومت روانه اوونۍ د ترکیې دوو وزیرانو ته اجازه ورنه‌کړه چې په روتردام کې له مېشتو ترکانو سره خبرې وکړي او په ترکیه کې د راروان رېفراندوم لپاره‌یې رأیې ترلاسه کړي.

په ترکیه کې به د اپرېل په شپاړسمه په اساسي قانون کې د داسې تعدیل په اړه نظرپوښتنه وشي چې هدف‌یې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د صلاحیتونو زیاتول دي.

د اروپايي شورا مشر نن د اروپايي پارلمان په غونډه کې وویل:

"هالنډ اروپا ده او زه نن غواړم ووایم چې اروپا، هالنډ ده، د ازادي او ډموکراسۍ ځای دی، یقیناً، روتردام د ایراسموس ښار دی چې نازیانو په بشپړ ډول ویجاړ کړ، خو نن‌يې ښاروال په مراکش کې زېږدلی مسلمان دی، هر څوک چې په روتردام کې فاشیزم ویني، له حقیقته په بشپړ ډول لیرې دي."

د اروپا د کمېسیون مشر هم نن د اروپايي پارلمان غونډې ته وویل چې د اردوغان وروستیو څرګندونو په وحشت کې اچولی دی.