د جلال‌اباد یوه ښوونځي کې د ترهګرو د وسلو زیرمه کشف شوې

د ملي امنیت ریاست د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د جلال‌اباد ښار د دوهمې ناحیې په یوه ښوونځي کې د ترهګرو د وسلو او مهماتو یو لویه زېرمه کشف کړې ده.

د دغه ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دغې زېرمې څخه څلور میله دهشکې، دوه کلاشینکوفونه، ۱۴ مخابرې، څلور لیرې واټن مخابرې او د ۱۱۰ بېلابېلو وسلو په زرګونه فیره مرمی ترلاسه شوې دي.

ملي امنیت ریاست وایي چې د یادې موضوع په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.