سپينې ماڼۍ د ټرمپ د ماليې د تاديې په اړه ځينې اسناد خپاره کړل

سپينې ماڼۍ پرون د اول وار لپاره د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ماليې د تاديې په اړه ځيني اسناد خپاره کړل.

په دغو معلوماتو کې ويل شوي چې ښاغلي ټرمپ په ٢٠٠٥ میلادي کال کې د څه باندې ١٥٠ میليونه عوايدو د ګټلو له درکه هغه کال ٣٨ میليونه ماليه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امريکا "MNBC" ټلوېزيون د يوې خپرونې چلوونکې راشل مادو راپور ورکړ چې هغې د ولسمشر ټرمپ د ٢٠٠٥ میلادي کال د ماليې د فورمو دوه پاڼې ترلاسه کړې دي.

دې زیاته کړه:

"له موږ سره د ډونالد ټرمپ د مالياتي اظهارليک کاپي شته. موږ د ٢٠٠٥ میلادي کال لپاره د ده د فدرال ماليې سند لرو. زه فکر کوم دا د ولسمشر د فدرال ماليو يوازنى سند دى چې خبريالان‌يې د اول وار لپاره ترلاسه کوي."

پېژندل شوي خبريال ډېوېډ کې جانسن چې وايي، اسناد اول ده ته په لاس ورغلي څرګنده کړې، بې له دې چې غوښتنه‌يې وکړي، دغه اسناد په اېمېل کې ورلېږل شوي دي.

ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پر مهال د خپلو مالياتي اظهار ليکونو له خپرولو ډډه وکړه او په دې توګه‌يې د امريکا د جمهوري رياست د څو لسيزو دود مات کړ.

ده ادعا کړې وه چې د داخلي عوايدو ادارې له‌خوا تر څار لاندې و او د ده وکيلانو مشوره ورکړه چې د دغو اسنادو له خپرولو ډډه وکړي.