د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین خپل حکومت ته امر کړی چې د روسیې د وسلهوالو ځواکونو د قوماندې په چوکاټ کې په مؤثره توګه له ګُرجستانه د بېلې شوې سیمې جنوبي اوستیا د پوځ د ترکیب لپاره دې یو توافق نهايي کړي.
که څه هم په رسمي توګه مسکو له جنوبي اوستیا سره د یو جلا حکومت په توګه چې د روسیې برخه نهده چلند کوي، خو روسیه له کلونو راهیسې عملاً د ګُرجستان په شمال ختیځ کې پر پرتې دې غرنۍ سیمې کنټرول لري.
کرملېن د سې شنبې په ورځ د پوتین لهخوا یو لاسلیک شوی امر خپور کړ چې پهکې د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښونه شوې چې له بېلتون غوښتونکو سره کار وکړي او په دې اړه توافق نهايي او لاسلیک کړي.
د ګُرجستان د بهرنیو چارو وزیر میخایل یانیلیدژي "Mikheil Janelidze" په یوه بیان کې ویلي:
"د روسیې د فدراسیون او د جنوبي اوستیا چارواکو تر منځ هر ډول توافق نامشروع دی."
د شوروي اتحاد تر نړېدو وروسته جنوبي اوستیا د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۲ میلادي کلونو په جګړه کې له ګُرجستان بېله شوه.
په دې جګړه کې شااوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي وو.