مصدق: سویډن دې افغان کډوال له خپل هېواده نه‌باسي

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د چارو څېړونکې له سویډن غوښتي چې افغان کډوال دې له خپل هېواده نه‌باسي.

حوریې مصدق سویډن ته د سفر پر مهال دا غوښتنه کړې.

مېرمن مصدق د دوشنبې په ورځ په همدې اړه یوې غونډه کې د ګډون لپاره سویډن ته تللې وه.

نوموړې د یو شمېر سویډني چارواکو سره له لیدنې وروسته ازادي راډیو ته وویل:

"د سویډن د کډوالو بورډ له غړو سره مې ولیدل، د دې هېواد د پارلمان له یو شمېر غړو سره مې ولیدل همدارنګه له یو شمېر نورو هغو کسانو سره مې هم ولیدل چې له سویډنه د افغانانو له ایستلو سره موافق دي او د دې پروسې ملاتړ کوي چې سویډن افغانان بېرته خپل هېواد ته واستوي. دوی ته مې خپل دلایل وویل، هیله‌منده یم چې تر ډېره به‌یې د افغان کډوالو په وړاندې چلند بدل شي او د دوی د ایستلو مخه به ونیول شي."

مېرمن مصدق زیاته کړه، افغانستان کې امنیتي او بشري وضعیت مساعد نه‌دی او افغان کډوال باید په زوره له سویډنه ونه‌ایستل شي.

له لندنه خپرېدونکې ډېلي میل ورځپاڼې د یو راپور پر اساس سویډن په تېر کال کې د ۲۱۰۰ افغان کډوالو د پناه غوښتنې منلي او د ۶۰۰ نورو افغانانو د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد کړي دي.