د دیني عالمانو شورا رئیس: افغانستان کې د جهاد فتوا ناروا ده

د افغانستان د دیني عالمانو شورا رئیس وايي، په دې هېواد کې د جهاد فتوا ورکول ناروا ده.

د افغانستان د اجرائیه رئیس له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې مولوي قیام‌الدین کشاف دا خبره له عبدالله عبدالله سره د سې شنبې په ورځ په لیدنه کې کړې ده.

ښاغلي کشاف د سردار محمد داوود خان پر روغتون وروستي خونړي برید ته په اشارې ویلي:

"هغوی چې د جهاد فتوا یې ورکړې په ناحقه دي."

نوموړي ویلي، هغه مفتیان چې دا ډول فتواګانې ورکوي له اسلامي اساساتو نه‌دي خبر.

کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون یوه اوونۍ مخکې خونړی برید وشو چې په‌کې تر ۵۰ زیات کسان چې ډاکتران، نرسان او ناروغان په‌کې شامل وو ووژل شول.