سبا پنجشنبه حنیف اتمر په درې ورځني سفر روسیې ته ځي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سبا پنجشنبه په یو درې ورځني سفر مسکو ته ورسېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل چې ښاغلی اتمر به په لندن کې د پاکستان، افغانستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې له ګډون وروسته مسکو ته ولاړ شي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به د مارچ په ۱۶مه نېټه، د روسیې له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د خبرو اترو په هدف له پلازمېنې لندنه مسکو ته ولاړ شي."

ښاغلي اتمر مسکو ته د خپل روسي سیال په بلنه سفر کوي.

ښاغلي غورځنګ وویل چې دې سفر کې به ښاغلی اتمر د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړي.