افغان دولت د روسیې د یوې غوښتنې هرکلی کړی

افغان دولت د روسیې د هغې غوښتنې هرکلی کړی چې له وسله‌والو طالبانو یې غوښتي په افغانستان کې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، افغان حکومت د روسیې د هغه وروستي دریځ هرکلی کوي چې وايي، له وسله‌والو طالبانو سره‌یې تماسونه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وېب‌سایټ کې خپرې شوې تبصرې ته اشاره شوې چې په‌کې له وسله‌والو طالبانو غوښتل شوي، له ترهګرو ډلو سره دې اړیکې پرې کړي، خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي او افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی پر دې باور دي چې افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د سیمې هېوادونو صادقانه هڅې سولې ته په رسېدو کې مؤثرې دي.