يو راپور چې نن چهارشنبه خپور شوى وايي، په سوريه کې له ٢٠١١ میلادي کال راهيسې د "جنګي جرايمو د اعمالو" له کبله څه باندې ٨٠٠ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه راپور چې په لانسِټ میډيکل ژورنال "Lancet medical journal" کې خپور شوى وايي، ډېر روغتيايي کارکوونکي پر روغتونونو د بمباريو، ډزو، شکنجې او اعدامونو په نتيجه کې چې لويه برخهيې دولتپلوه ځواکونو ترسره کړي، وژل شوي دي.
د راپور له مخې له صحي څارنې نظامي استفاده د سلګونو روغتيايي کارکوونکو د وژنې سبب شوې، سلګونه نور بنديان شوي يا شکنجه شوي او پر سلګونو روغتيايي مرکزونو په لوى لاس او سيستماتيک ډول حملې شوې دي.
د دې خپرونې راپور وايي، ۱۵ زره ډاکتران له سوريې څخه وتلي چې له کبلهيې سلګونه زره ملکيان له اساسي روغتيايي خدماتو بېبرخې شوې دي.