د قزاقستان استانه کې د سوریې سولې په اړه دوهمه غونډه کېږي

تمه ده چې نن د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سوريې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل شي.

خو ویل کېږي چې د سوريې د حکومت مخالفین به په دې خبرو کې برخه وانخلي.

د سوريې د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو استازو پرون وویل دوی ځکه په دې خبرو کې ګډون نه کوي چې د سوريې حکومت او د هغې ملاتړې روسيې هغې اوربند ته درناوی نه دی کړی چې په تېر ډسمبر میاشت کې ټینګ شوی و.

د مخالفینو یوه ویاند اسامه ابو زید وویل د اوس لپاره مو پریکړه داده چې په دې خبرو کې ګډون نه کوو ځکه روسیې په سوریه کې خپلو جنایتونو او د بشار اسد د رژیم له جرمونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

تمه کېږي چې د استانې په نننۍ خبرو کې د ترکيې، ایران او روسيې حکومتي پلاوي برخه واخلي.

روسیه او ایران د سوريې له حکومت ملاتړ کوي او ترکیه بیا په سوریه کې د هغو سني وسله والو په طرف ده چې غواړي د بشار اسد رژیم نسکور کړي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د سوريې په ۶ کلنې کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې شااوخوا درې لکه کسان وژل شوي او میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي.