رویټرز: روسيې لیبیا کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي

رویټرز خبري اژانس وايي، داسې ښکاري چې روسيې په لیبیا کې د مصر له پولې سره خپل ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

دا خبر د سې شنبې په روځ د امریکايي او مصري چارواکو په ګډون د ځنیو سرچینو په حواله چې نومونه يې نه دي یاد شوي، خپور شوی دی.

امریکايي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي د روسې ځواکونو ځای پر ځای کېدل ښايي د لیبیا د پوځي قوماندان خلیفه هفتر د ملاتړ لپاره وي.

خلیفه هفتر په لیبیا کې د اوسني حکومت چې ملګري ملتونه يې ملاتړ کوي، مخالف دی.

روسيې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او د مصر حکومت پر خپله خاوره د هر ډول روسيې ځواکونو موجودیت رد کړی دی.