م.م: د سوريې جګړه له ۲ نړیوالې جګړې وروسته بد ترین ناورین دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وايي، د سوريې جګړه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د بشر له لاسه جوړ تر ټولو بد تره ناورین دی.

زید رعد الحسین دا څرګندونې په سوریه کې په براخه اندازه رواني وینې تویدنې او شکنجې ته په اشاره وکړې.

نوموړي وویل ټوله سوریه دا مهال د شکنجې په یوې خونې او د پوره وحشت او بې عدالتۍ په سیمه بدل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د ادارې مشر په سوریه کې د جګړې له ټولو اړخونو سره د بندو زرګونو زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل د دې لپاره چې د شکنجې او جرمونو عاملان د عدالت منګلو ته وسپارل شي په سوریه کې تل پاتې سولې ته اړتیا ده.