هولکر: کندز کې د یو شمېر کورنیو ښځې پر نشه‌يي توکو روږدې شوي

د کندز د ښځو چارو ریاست وايي، جګړې او ناامنۍ د دې لامل شوي چې د ښځو او نارینه‌و تر منځ د اعتیاد ستونزه زیاته کړي.

د کندز د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر ازادي راډیو ته وویل، هغه ښځې چې په مخدره موادو معتادې دي په سمه توګه د کورنۍ سرپرستي نه‎شي کولای.

نوموړې زیاتوي چې د کندز ولسوالیو ته دوی لاس‎رسی نه‎لري خو د ښار شااوخوا سیمو کې کابو ۶۰۰ تنه معتادې ښځې شته چې د تداوۍ لپاره‌یې هم هېڅ کار نه‎دی شوی.

د کندز د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر

اغلې هولکر زیاته کړه:

"د تخمیني ارقامو له مخې کندز کې تر ۳۰ زرو پورې په مخدره موادو معتاد دي چې ښځې او نارینه په‌کې شامل دي، خو د کندز مرکز کې یوازې ۶۰۰ یا ۷۰۰ ښځې په مخدره موادو معتادې دي."

هولکر وايي، د یوې کورنۍ لپاره د نارینه اعتیاد دومره مضر نه‌تمامېږي لکه د یوې ښځې یا مور اعتیاد چې ټولنې او کورنۍ ته زیان اړوي.

نوموړې وايي:

"د یوې ښځې د اعتیاد څومره ضرر چې ټولنې ته رسېږي د نارینه اعتیاد ورته هغومره ضرر نه‎شي رسولای ځکه چې مور ماشومان روزي او که ماشومان سالم تربیه نه‌شي ټول ضرر یې ټولنې ته رسېږي."

د نوموړې په وینا چې د تېرو جګړو او ټولنې ته د نه‌پاملرنې له کبله د ښځینه معتادینو شمېر هم ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی.

په ورته وخت کې کندز کې د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت کې د روږدو کسانو شمېر څه باندې ۳۰ زره تنو ته رسېږي.

ښاغلی مُرشد زیاتوي چې اوس‌مهال په دې ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې په خاطر یو ۵۰ بستریز روغتون د کندز سیمه‌ییز روغتون کې فعال دی، همدارنګه یو ۲۰ بستریز روغتون په قلعه‎زال ولسوالۍ کې جوړ شوی ځکه چې نوموړې ولسوالۍ کې د روږدو کسانو شمېره ډېره لوړه ده.

کندز کې د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد

نوموړی وايي:

"څه باندې ۱۷ زره روږدي کسان قلعه‎زال ولسوالۍ کې موجود دي، د عامې روغتیا وزارت باید دغه جوړ شوي روغتون په دې ولسوالۍ کې فعاله کړي، څو د خلکو روغتیايي ستونزې په وخت سره په دې ولسوالۍ کې هوارې شي."

د دغو چارواکو په خبره، د قلعه‎زال ولسوالۍ کې تر ټولو زیات معتادین موجود دي خو د ناامنیو له امله په دغې ولسوالۍ کې د معتادینو جوړ شوی کلینیک او نور سهولتونه نه‎دي فعال شوي.

د سیمې خلک وايي چې ناامنیو کې د معتادینو شمېر ځکه زیاتېږي چې خلک تداوۍ ته لاس‎رسی نه‎لري او هغه کورنۍ چې اقتصاد یې کمزوری وي د لوږې د ختمولو لپاره هم له نشه‎یي توکو استفاده کوي.

ښاغلی مُرشد زیاتوي چې بې‎کاري، جنګ او ناامني، اقتصادي ستونزې او تر څنګ‌یې مهاجرتونه دا هغه لاملونه دي چې اوس‌مهال دې ولایت کې یو زیات شمېر خلک په دې ناوړه او د انسانیت ضد پديدې باندې اخته شوي دي.

راپور: اجمل ارین