اروپايي ټولنې پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه وغځول

اروپايي ټولنې له روسيې سره د کرېمیا ټاپو وزمې د الحاق له امله پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو لګول شوي بندیزونه وغځول.

د اروپايي ټولنې سفیرانو پرون بروکسل کې پر ۱۵۰ اشخاصو او ۳۷ ادارو او کمپنیو چې د اروپايي ټولنې په وینا د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف‌يې عمل کړی، د بندیزونو په تمدید موافقه وکړه.

پر روسي چارواکو او ادارو له پخوا نه د لګول شويو بندیزونو موده سبا چهارشنبه پای ته رسېده.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له روسيې سره د کرېمیا تر الحاق وروسته اروپايي ټولنې د یو شمېر روسي مقاماتو پر سفر بندیز ولګاوه او اروپا کې يې د هغوی پانګې کنګل کړې.

د روسيې صدراعظم مرستیال ډیمیټري روګوزین، د روسيې لوی درستیز ویلاري ګراسیموف او د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار سرګي ګلازیف د هغو روسي مقاماتو په لېست کې دي چې اروپايي ټولنې پر بندیزونه لګولي دي.