جلال‎اباد کې پر موټر سایکل د ۲ کسانو په سپرېدو بندیز ولګېد

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‎اباد کې پر موټر سایکل د دوه کسانو په سپرېدو بندیز ولګېد.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ویلي چې دا پرېکړه د والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د نظامي شورا په پرونۍ غونډه کې شوې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي، دا پرېکړه په جلال‎اباد ښار کې د ناامنیو او د دولت د وسله‎والو مخالفینو د فعالیتونو د مخنیوي په هدف شوې ده.