د هرات ولایت چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو پرون مازیګر په اوبې ولسوالۍ کې په یوه صحرايي محکمه کې د یوه ځوان لاس او پښه پرې کړې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دې ځوان ته د غلا په تور د طالبانو په محکمه کې د لاس او پښو د غوڅولو حکم ورکړل شو.
ښاغلی فرهاد وایي، متضرر یوه میاشت مخکې د طالبانو لهخوا نیول شوی و او صحرايي محکمې پرون مازیګر د هغه د ښي لاس او کیڼې پښې د پرې کولو حکم ورکړ.
دی زیاتوي:
"هغه له هر راز اسناد او شواهدو پرته په صحرايي محکمه کې محاکمه کېږي او له بده مرغه یو لاس او یوه پښهیې د اوبې ولسوالۍ د مرکز په پنځوس کېلو متره واټن کې پرې کېږي."
که څه هم سیمهییز چارواکي طالبان په دې پېښه کې ګرموي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
طالب وسلهوالو څلور کاله مخکې هم د یوې امنیتي کمپنۍ دوه کارکوونکي د هرات له شمالي ولسوالۍ کشک رباط سنګي څخه وتښتول او وروستهیې د غلا په تور لاس او پښې ترې غوڅ کړل.