د واورو د سخت توپان له امله د مېرکل او ټرمپ لیدنه وځنډېده

د متحده ایالاتو په ختیځ ساحل کې د واورو د سخت توپان له کبله سپینه ماڼۍ اړه شوه چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل لیدنه د جمعې تر ورځې پورې وځنډوي.

مېرمن مېرکل واشنګټن ته د سفر په مقصد پرون د برلین هوايي ډګر ته روانه شوې وه چې ټرمپ ټيلیفون ورته وکړ او د توپاني هوا له کبله د سفر له ځنډولو یې خبره کړه.

سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د نن لپاره پلان شوی دا سفر د مارچ تر اولسمې نېټې وځنډوي.

د مېرکل او ټرمپ د لومړنۍ کتنې په اجنډا کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر ضد د مبارزې، د ناټو د راتلونکي او د اوکراین د کړکېچ په اړه بحثونه چې واړه د امریکا او جرمني نېږدې اړیکو ته اړتیا لري، شامل دي.

دواړه مشران به په ګډه خبري غونډه کې هم ګډون وکړي.

اټکل کېږي چې د مارچ تر ۱۵مې پورې به له واشنګټنه نیولې تر باسټن ښارونو پورې د امریکا د شمال ختیځ په ډېرو برخو کې درنه واوره واوري.