نور: عبدالله هڅه کوي چې دده او ارګ ترمنځ خبرې تخریب کړي

د بلخ والي عطا محمد نور د جمهوري ریاست له ماڼۍ سره د خپلو خبرو اترو له دوام څخه خبر ورکوي او وايي چې ډېر ژر به‌یې وروستۍ پایلې اعلان شي.

ښاغلي نور نن په بلخ کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلین په مناسبت جوړ شویو مراسمو کې وویل چې دا خبرې اترې د جمعیت ګوند په استازیتوب له ارګ سره ترسره شوې دي او اساسي هدف‌یې هم دا دی چې د جمعیت ګوند د پلویانو او غړو سیاسي حقوق تأمین کړي.

د بلخ والي د یادو خبرو اترو د ترلاسه شویو پایلو څخه راضي برېښي او د هغه په باور چې اجرائیه ریاست نه‌دی توانېدلی تر څو د جمعیت ګوند د غړو او طرفدارانو غوښتنې ځواب کړي او د هغوی حقوق تأمین کړي.

ښاغلی نور وايي چې ډاکتر عبدالله عبدالله د دې لپاره چې خپل موقف او قدرت حفظ وساتي په هڅه کې دی تر څو د داوړو لورو تر منځ خبرې اترې تخریب کړي.