موصل کې داعش ته د امریکا په مشرۍ ائتلاف خبرداری

په موصل کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد په ايتلاف کې د امریکا استازی وايي، که د عراق په دغه ښار کې د داعش هر غړی پاتې شو، وبه وژل شي.

بریت مک ګرک دا خبرې پرون یکشنبې په داسې حال کې وکړې چې عراقي پوځیانو د موصل د لوېدیځ درېمه برخه ونیوله او له ښاره وتلی وروستی سړک یې بند کړ.

عراقي پوځیانو په جنورۍ کې د موصل نیمايي ختیځ ونیوه او په وروستیو اوونیو کې یې پر لوېدیځ ولکه ټینګه کړه.

اسلامي دولت یا داعش په ۲۰۱۴ میلادي کال موصل ونیوه.

د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې د عراق حکومتي ځواکونو، د کردستان پېشمرګه جنکیالیو، سُني عرب قبایلو او شیعه ملېشو د امریکا د هوايي ځواک تر ملاتړ لاندې د موصل د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل.