ترکیې په انقره کې د هالنډ شارژد افېر احضار کړ چې له هالنډه د یوه ترک وزیر د ایستلو او د مظاهره چیانو خلاف د زور اخیستلو په وړاندې رسماً اعتراض وروسپاري.
ترکیې وروسته له دې د هالنډ شارژ دافېر وروغوښت چې د شنبې په ورځ هالنډ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د سپرلۍ الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه کړه او د ترکیې د کورنیو او ټولنیزو پالیسیو وزیره فاطمه بتول سایان یې له خپلې خاورې وایستله.
رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ تور ولګاوه چې په لوېدیځ کې نازیزم لا شته، ده همداراز وویل:
"د هالنډ صدراعظم ویلي چې غواړي له ترکیې سره اړیکې بېرته ښه کړي، څه غواړئ چې ښه کړئ؟ تاسو تراوسه پوري دا کار جبران کړی نه دی، لومړی هغه څه جبران کړئ چې کړی مو دی."
د یکشنبې په ورځ د هالنډ پولیس له سپو څخه په استفادې او د اوبو په پاشلو په روتردام ښار کې په سلګونو مظاهره چیان چې د ترکیې بیرغونه یې په لاسونو کې و، تیت پرک کړل.