ولې له کوره د مېرمنو د تېښتې پېښې ډېرې شوي؟

په نننۍ خپرونه کې پردې بحث کوو چې ولې په دې وروستیو کې له کوره د نجونو او مېرمنو د تېښتې پېښې زیاتې شوي دي، عوامل یې څه دي او څنګه د مېرمنو او نجونو د دا ډول تېښتو مخه نیول کېدای شي، ایا له قانوني اړخه دا موضوع جرم ګڼل کېږي او کنه؟

روان کال د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه ډک کال و،د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه راپور کې ویلي چې په روان کال کې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی اته په سلو کې زیات شوی چې یوازې په دې کمېسیون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ پېښې ثبت شوي چې ډېرې کورني تاوتریخوالي دي او له کوره د تېښتې پېښې هم پکې شاملې دي.

د بشري حقونو د سیمه اییز دفتر د ښځو د ملاتړ برخې مشره مسکا قدریري هم دا تائیدوي چې سږکال له کوره د ښځو د تېښتې پېښې ډېرې شوي دي.

جبر او زورزیاتی، په جبر او واړه عمر کې ودونه،د زده کړو له حقه د نجونو محرومول،د پلار او خپلوانو له کوره د مېرنو منع کول، د لور او زوی ترمنځ توپیر کول، اقتصادي ستونزې او د تېښتې له عواقبو څخه نا خبرې د دې باعث کېږي چې یو شمېر مېرمنې او نجونې له کوره تېښتې ته اړ باسي.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ