د بلخ والي له دې امله له خپلو پلویانو بخښنه وغوښته چې په انتخاباتو کې یې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نه ملاتړ کړی و.
عطا محمد نور نن په بلخ کې د یوې ناستې پر مهال وویل چې عبدالله عبدالله د خپل سیاسي قدرت د خوندیتوب لپاره د معاملې په لټه کې دی.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د خپل ټيم د مشر په وړاندې خبرې لرو چې تل زموږ د ټيم حقوق په ماڼۍ کې د پاتې کېدو او د څلورو سلاکارانو د لرلو په خاطر نورو ته ورکړي او تل معاملې ته کېناستلی او نهدی توانېدلی چې زموږ له ارزښتونو او حقونو دفاع وکړي."
ښاغلي نور ویلي چې له ارګ سرهیې مذاکرات دوام لري او وروستۍ پایلې بهیې د راتلونکي کال په لومړۍ ورځ اعلان کړي.
د افغانستان اجرائیه رئیس تر اوسه د بلخ د والي د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.