ملاخېل: کندز کې د بېلابېلو مېوو ۵۰۰ باغونه جوړېږي

په شمال ختیځ زون کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروګرام مسؤلین وايي، سږ کال په کندز ښار او شپږو ولسوالیو کې د بېلابېلو مېوو ۵۰۰ قطعه باغونه جوړوي.

د یاد پروګرام مسؤل محمد غلام ملاخېل ازادي راډيو ته وویل چې دوی د روان کال په خزاني کمپاین کې ۵۰۰ قطعه باغونه د دې ولایت په کچه جوړ کړي وو او د روان کال پسرلي کمپاین کې به ۵۰۰ قطعه نور باغونه هم جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه مېوه لرونکې ونې موږ له مختلفو ولایتونو څخه همدارنګه له ترکيې څخه را انتقال کړي دي او دا اوونۍ په نوي سیسټم کېنول کېږي."

د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو د معلوماتو له مخې چې سږ کال په دغه ولایت کې یو میلیون نیالګي کېنول کېږي، خو د کندز اوسېدونکي بیا وايي چې هر کال په دې ولایت کې د دولت له‌خوا په زرګونه نیالګي په مختلفو سیمو کې کېنول کېږي، خو د دغو نیالګیو ډېره برخه د دوبي په موسم کې د اوبو د نشتوالې له کبله وچېږي.