د هلمند چارواکي وايي چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې د طالبانو له زندانه ٣٢ سیمهییز پولیس خوشې کړې دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي نن ازادي راډيو ته وويل چې ځانګړو کومانډو ځواکونو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د چاه مرزا په څلور لاري کې ځانګړي عمليات ترسره کړي او دغه سیمهییز پولیسیې خوشې کړي دي.
خو نوموړي په دې اړه ډېر جزئیات ورنهکړل.
وسلهوالو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د هلمند ځایي چارواکي وایي، د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي او دغو ځواکونو پهکې ښه پرمختګ کړی.