د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د روغتون وضعیت

څو ورځې وړاندې زموږ همکار داود تپان د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ ته سفر کړی و هلته يې له نېږدې څخه د څمکنيو روغتون وضعيت ليدلی و چې ډاکټران په رسمي وخت کې نه و.

په روغتون کې نرسانې نه وې موجودې په شخصي روغتونونو کې يې فعاليت درلود، حفظ الصحه د شفاخانې خرابه وه او روغتون ته راغليو ناروغانو د روغتون له وضعيته شکايتونه درولودل، خو دا ټولې ستونزې چې خلکو شکايت کاوه او زموږ خبريال په خپلو سترګو ليدلې وې.

د روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس کاظمي نه مني دا چې دی څه نظر لري زموږ له همکار سره په يوه لنډه مرکه کې يې واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

له ډاکټر عبدالقدوس کاظمي سره مرکه