رحمان سیمه کې د ترهګرۍ ضد پر جدي مبارزې ټینګار کړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد پر جدي مبارزې ټینګار کړی دی.

جنرال عبدالرحمن رحمان دا څرګندونې پرون په بنګله‌دېش کې د اسیايي هېوادونو د پولیسو د ادارو د مشرانو په غونډه کې کړې دي.

دا غونډه د ترهګرۍ او له سرحدونو څخه د اوښتونکو جرمونو سره د مبارزې برخه کې د ښې همکارۍ په هدف جوړه شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي رحمان له خولې ویلي، د سیمې هېوادونه دې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره یوځای او شریک ګامونه واخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د ادارې مشر یورګین ستاک په دې غونډه کې ویلي چې اداره‌یې د افغان پولیسو سره د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې په شمول په بېلابیلو برخو کې همکارۍ ته چمتو ده.