عراقي ځواکونو د موصل د لوېدیځ یو پر درېیمه برخه نیولې

د عراق امنيتي ځواکونو د داعش له سخت دريځې ډلې، د موصل د لوېديځ څه باندې يو پر درېيمه برخه بېرته نيولې ده.

د پوځ يوه جنرال نن وويل، دغه ساحې د هغو پوځي عملياتو په لړ کې نيول شوي چې تېره مياشت پيل شول.

د فرانسې خبري اژانس، د ترورېزم ضد خدماتو ادارې د يوه جنرال معن‌السعدي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، د موصل د لوېديځ تر يو پر درېيمې برخې ډېره ساحه اوس زموږ د قطعاتو په کنټرول کې ده.

د ده په وينا د ترورېزم ضد ځواکونه په موصل کې دننه په الجديده او الاغاوات ساحو کې په جګړه بوخت دي.

دغه جنرال تمه وښوده چې په دغو ساحو کې روان پوځي عمليات به په څو ساعتونو کې بشپړ شي.

د موصل د لوېديځ برخې د بيا نيولو لپاره پوځي عمليات د فبرورۍ پر ١٩مه پيل شول.

د دغه ښار ختيځ په جنورۍ مياشت کې د دولتي ځواکونو له‌خوا ونيول شو.