د افغانستان مشرانو جرګه په پام کې لري د راتلونکې یکشنبې په ورځ عمومي غونډې ته د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په اړه لوړپوړي دفاعي او امنیتي چارواکي وروبولي.
د دغې جرګې رئیس فضلالهادي مسلیمار نن په عمومي غونډه کې د مشرانو جرګې دفاعي کمېسیون ته دنده وسپارله چې راتلونکې عمومي غونډې ته د امنیتي وضعیت په اړه یو بشپړ راپور چمتو کړي.
ښاغلي مسلیمار وویل پاکستان د افغانستان پر وړاندې ښکاره جګړه پيل کړې ده.
ده زیاته کړه:
"په دې کې شک نهشته چې اوس موږ مستقیم د پاکستان له «ای. اس. ای» او د هغوی له پوځ سره په جنګ کې یو، د هغوی اجیرې ملېشې د داعش او طالب په نوم موږ وژني، لکه درې کاله وړاندې مې چې ویلي او اوس هم وایم چې ماته د داعش او طالب فرق نهشته."
ښاغلی مسلمیار زیاتوي چې افغان حکومت باید په ملګرو ملتونو کې په دې اړه خپل موقف پياوړی کړي.
دوه ورځې وړاندې افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان د لاسوهنو او له ترهګرو څخه د ملاتړ په تور یو شکایت پاڼه وسپارله.