د افغانستان ولسي جرګه وروسته له یوې اوونۍ وتوانېده چې خپل اداري پلاوی بشپړ کړي.
نن د دغې جرګې د لومړي منشي پُست لپاره محمد رضا خوشک وطندوست او عبدالقادر ځاځي وطندوست ځانونه کاندید کړي و چې عبدالقادر ځاځي د ۹۴ رأیو په ترلاسه کولو سره دغه پست خپل کړ.
له دې وړاندې د یاد پُست لپاره درې ځلې انتخابات وشول، خو څوک هم د ۵۰ جمع یو رأیو په ترلاسه کولو بریالي نهشول.
د روان اووم تقیني کال په انتخاباتو کې همایون همایون د دغې جرګې لومړی مرستیال، نذیر احمدزی دوهم مرستیال، عبدالقادر ځاځی لومړی منشي او عرفانالله عرفان د دوهم منشي په توګه غوره شوي دي.