رومانیا کې د شري ناروغۍ ۱۷ ماشومان مړه کړي

په رومانيا کې د شري ناروغۍ له کبله د ٢٠١٦ میلادي کال له سپټمبر راهيسې لږ تر لږه ١٧ کوچنيان مړه شوي او زرګونه نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د رومانيا د روغتيا وزير فلوريان بودوګ «Florian Bodog» پرون وويل، له تېر ميلادي کال راهيسې چې دغه ناروغي خپره شوې، ٣زره او ۴٠٠ کسان پرې اخته شوي دي.

ده زياته کړه، په مړو شويو ماشومانو کې يو هم د شري ناروغۍ د وايروس په وړاندې واکسين شوي نه‌وو.

د دې ناروغۍ وروستى قرباني په ساتوماري ښار کې يوه يو کلنه نجلۍ وه.

د روغتيا نړيوال سازمان د دې ناروغۍ په وړاندې د واکسين د دوو ډوزونو پېشنهاد کړى چې اول ډوز بايد ماشوم ته د پيدايښت په اوله ورځ ورکړل شي.

د رومانيا د روغتيا وزير وايي، د هېواد ٨٠ فيصده وګړو يې د دې واکسين اول ډوز اخيستى، يوازې ۵٠ فيصده خلکو دوهم ډوز واکسين لګولى دى.