د هالنډ بلوا ضد پولیسو په روتردام ښار کې د ترکیې د قونسلګرۍ مخته د مظاهرهچیانو د تیت پرک کولو هڅه وکړه.
مظاهرهچیان په دغه ځای کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملاتړ لپاره راټول شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د هالنډ صدراعظم مارک روتي په تازه څرګندونو کې د هالنډ په اړه د ترکیې د ولسمشر خبرې لېونډوله او له چوکاټه وتلې بللې دي.
ده وویل:
"موږ هالنډ ته د سفر په اړه د ترکیې له چارواکو سره خبرې کړې وې، موږ هغوی ته وویل چې له داسې کتنې سره موافقه نهلرو ځکه دا د ترکیې یو وزیر دی او فکر نهکوو چې د ترکیې وزیرانو ته به مناسبه وي چې د هالنډ په خلکو کې چې ښايي د ترکیې پاسپورټونه ولري، د هالنډ په خاوره کې کمپاین وکړی."
دا په یوه اوونۍ کې دوهم وار دی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه اروپايي هېواد او ناټو د غړي په اړه په وینا کې د نازیانو یادونه کوي.
اردوغان د مارچ په پنځمه، له دې امله چې جرمني په هغه هېواد کې د ترکانو کمپاین بند کړ، پر جرمني تور پورې کړ چې د "نازیانو" په څېر چلند کوي.