په ننګرهار کې په بېلابېلو عملياتو کې شل تنه وسلهوال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په غنيخېلو، کوټ او خوګياڼو ولسواليو کې د هوايي او ځمکنيو بریدونو په پایله کې ۱۱ وسلهوال طالبان او ۹ داعش وسلهوال وژل شوي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د دې ولايت د غنيخېلو ولسوالۍ مارکو په سيمه کې تېره شپه ناوخته د پوليسو او وسلهوالو طالبانو تر منځ جګړه شوې چې په کې يوولس طالب وسلهوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان شوي چې د ټپيانو شمېره نهدی معلوم.
نوموړی وايي، په دغې جګړه کې يو د ملي اردو، يو ملي پولیس او څلور سيمهييز پولیس هم وژل شوي او يو پوليس برسېرن ټپي شوی دی.
دارنګه نوموړی وايي، په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم تېره شپه شااوخوا يوه بجه د پوليسو او وسلهوالو طالبانو تر منځ نښته شوې چې له املهيې وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېرهيې نهده معلومه.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په راستولي پيغام کې ويلي چې په دې نښته کې د دوی ملګرو د پولیسو یوه پوسته نيولې او اته تنه محلي پولیس يي وژلي.
خو ولایتي چارواکي په دې نښته کې یوازې د څلورو پولیسو وژل کېدل مني.
د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې تېره ورځ ناوخته د بې پيلوټه الوتکې په هوايي برید کې نهه تنه داعش وسله وال وژل شوي.