کورنیو چارو وزارت: طالبان سوله نه‌غواړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله‌وال طالبان د افغانانو قاتلین دي او د دې ډلې پر له‌منځه وړلو یې ټینګار وکړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش نن ازادي راډيو ته وویل طالبان سوله نه‌غواړي او افغان ځواکونه به‌یې په بشپړ توان سره مقابله وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د خلکو د قاتلینو د بخښلو صلاحیت افغانانو پورې اړه لري، دوی هغه څوک دي چې سلګونه، لویان، واړه، ځوانان‌یې په بې‌رحمۍ سره وژلي، څه مو چې په وس کې وي د دوی پر وړاندې به مبارزه وکړو او کړې مو هم ده."

د کورنیو چارو وزارت دا غبرګون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي له تازه څرګندونو وروسته وښود.

دوه ورځې مخکې تدامیچي یاماموتو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل طالبان باید د افغانستان د راتلونکې یوه برخه واوسي.