امرالله صالح امنیتي سکټور کې د دولت وزیر وټاکل شو

ولسمشر محمد اشرف غني امرالله صالح د امنیتي او دفاعي سکټور د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د وزیر په توګه وټاکه.

د حکومت په چوکاټ کې دا بست نوی رامنځته شوی.

امرالله صالح د حامد کرزي په حکومت کې د ملي امنیت عمومي رئیس و او له څه مودې راهیسې پر کور ناست و.

دا ټاکنه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د خیالي سرتېرو او همدارنګه په یادو ارګانونو کې د کمزورې رهبرۍ په اړه راپورونه ورکړل شول.