په پروان ولایت کې لسګونه معلولینو حکومت ته خبرداری ورکړ چې کهیې حقونو ته پاملرنه ونهشي، پراخ اعتراضونه به پیل کړي.
هغوي پرون شنبه په یوې غونډه کې پر حکومت د بېپراويۍ تور پورې کړ.
د غونډې یوه ګډونوال ازادي راډیو ته وویل:
"که زموږ غوښتنو ته پام ونهشي، سولهییز لاریونونه به وکړو، زموږ په حق کې جفا شوې ده، کله چې خپل حق غواړو د لېونو خطاب راته کوي، موږ شکر هوښیار یو چې که زموږ پروا ونهکړي، په خداي قسم، کهیې ټوله دنیا شاته ولاړه وي، دروازې بهیې وربندې کړو."
په پروان کې نېږدې پنځه نیم لکه معلولین اوسي.