په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څارنې اداره وايي، پرون شنبه په دمشق کې په غبرګو چاودنو کې ۵۹ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شول.
د چاودنو د علت په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي دي.
چاودنې د بابالصغیر په نوم هدیرې ته نېږدې شوي چې هر کال زرګونه شیعهګان د زیارت لپاره ورځي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سنا، ویلي چې ترورېستانو په سیمه کې دوه بمونه ایښي وو.
خو د لبنانالمیادین ټلوېزیون ویلي چې یو بم پر سړک ځای پر ځای شوی و او د یوه بس موټر د تېرېدو په وخت کې یې انفجار وکړ.
د المیادین په حواله، دوهمه چاودنه یوه انتحاري، د یوه بس تر څنګ کړې ده.
خو سیمهییزو چارواکو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې حملې پر دوو موټرو چې شیعه زیارت کوونکي یې لېږدول، شوې دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې څلوېښت عراقي شیعهګان وژل شوي او یو سل او شل تنه زخمیان شوي دي.
د حملې مسؤلیت لا چا نهدی اخیستی.