د امریکا د پټو خدمتونو اداره وايي، یو سړی یې د سپینې ماڼۍ په محوطه کې نیولی دی.
د دې ادارې خبرپاڼه وايي، له نیول شوي سړي سره یو لاسي بکس هم و او د شپې په تاریکه کې يې د سپینې ماڼۍ پر کټاره د اوښتلو هڅه کوله.
د خبرپاڼې په حواله، د جمعې په ماښام چې مشکوک سړي د سپینې ماڼۍ پر کټاره د اوښتلو هڅه کوله، ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې و.
مشکوک سړی د سپینې ماڼۍ جنوبي دروازې ته نېږدې نیول شوی دی.
جنوبي دروازه په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر د استوګنې ځای ته نېږدې ده.
چارواکو د نیول شوي مشکوک سړي هویت نهدی څرګند کړی.
له هغه سره نیول شوی بکس هم تلاشي شوی او ویل کېږي چې هېڅ خطرناک شی نهدی پهکې موندل شوی.
د امریکا «سي. ان. ان» ټلوېزیون د یوه امنیتي چارواکي په حواله ویلي چې د ولسمشر ټرمپ امنیت ته هېڅ ګواښ نهدی پېښ شوی.