د سوریې پلازمېنه دمشق کې چاودنو لږ تر لږه ۴۴ تنه وژلي

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې دوو بمې چاودنو لږ تر لږه ۴۴ کسه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

په سوریې کې د بشري حقونو د څار لندن مېشتي ډلې ویلي یوه چاودنه د سړک غاړي ته د ښخ شوي بم له کبله وشوه چې پر یوه بس وچاودېد او په دوهمه پېښه کې یوه ځانوژونکي په باب الصغیر سیمه کې برید وکړ.

په دې سیمه کې تر ډېره د شیعه وګړو زیارتونه دي چې له ټولې نړۍ څخه شیعه زیارتکوونکي ورځي.

یوه لبناني تلویزیون راپور ورکړی چې هغه بسونه په نښه شوي چې زیارت کوونکي یې انتقالول.

تر اوسه د وژل شویو هویت نه دی معلوم شوی.

سیمه ییزو امنیتي سرچینو جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په دغو بسونو کې تر ډېره ایراني زیارت کوونکي و، خو د عراق دولتي تلویزیون بیا ویلي چې څلویښت عراقیان په دې پېښه کې وژل شوي دي.

تر اوسه د پېښو مسؤلیت چا نه دی اخیستی.