هالنډ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر الوتکي د کېناستو مخه نیولې

د هالنډ حکومت په هغه هېواد کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر الوتکي ته د کېناستلو اجازه لغو کړه.

ټاکل شوې وه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نن د هالنډ روتردام ښار ته سفر کړی وای څو هلته له مېشتو ترکي وګړو سره د ترکیې د ریفراندم یا ټول پوښتنې په اړه خبري وکړي.

دغه ټول پوښتنه د ترکیې په اساسي قانون کې د تعدیل په اړه کېږي چې له مخې به یې د ولسمشر رجب طیب اردوغان واک لا ډېر کړي.

د هالنډ حکومت وایې د ترکي چارواکي دورتلو مخه یې په خپل هېواد کې د ګډوډۍ او امنیتي دلایلو له کبله ونیوله.

چاوش اوغلو د سي ان ان خبري اژانس له ترکي څانګي سره په مرکه کې ویلي وو چې که هالنډ د ده د سفر مخه ونیسي دوی به په سختو اقتصادي او سیاسي بندیزونو ځواب ورکړي.

د اروپا څو لویو ښارونو په هغو ځایونو کې د مېشتو ترکي وګړو د لاریونونو مخه نیولې چې د ترکیې د لوړ پوړو سیاستوالو لخوا د دغې ټول پوښتنې لپاره ترتیب شوې وه.