په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي، په تېرو دوو میاشتو کې د «شفق دوهم» پوځي عملیاتو په ترڅ کې وسله والو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې له اړولو خبرو ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي وايي چې ۵۰۰ وسله وال مخالفین د «شفق دوهم» پوځي عملیاتو په ترڅ کې په بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې وژل شي دي.
ښاغلی جمشیدي وايي، د یادو عملیاتو په ترڅ کې په بدخشان ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو پټن ځایونه یې هم بمباران کړي او سلګونه نور وسله وال ټپي شوي هم دي.
نوموړی وايي چې اوس مهال هم په بغلان او تخار ولایتونو کې د «شفق دوهم» او «نوید ۳۳» پوځي عملیات داوم لري.
هغه په دې اړه زیاته کړه:
"د هغه عملیاتو په ترڅ کې چې د شفق ۲ تر نامه د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مسئولیت په ساحه کې ترسره شول، له ۵۰۰ څخه زیات طالب وسله وال وژل شوي او د هغوی پټن ځایونه له منځه تللي."
ښاغلی جمشیدي وايي چې د طالب وسله والو اکثراً جنګیالي د بهرنیو هېوادونو څخه دي، هغه وویل چې د مخالفینو په لیکو کې د ازبکستان، پاکستان، تاجکستان او عربستان جنګیالي پراخ حضور لري.
هغه یې په اړه وايي:
"د دولت ضد وسله والو ترمنځ ازبکستاني، پاکستاني، تاجکستاني او د عربي ملکونو وکړي حضور لري، تېره اوونۍ هم په تخار او بغلان ولایتونو کې د هغوی ۱۰ تنه د عملیاتو پر مهال ووژل شول."
تر دې دمخه د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال رجب علي راشد ویلي وو چې د افغانستان ختیځ او شمالي ځینې ګاونډیان طالب وسله والو ته جنګي امکانات او محاربوي تجهیزات مساعدوي.
ده وویل:
"موږ ځینې ګاونډیان لرو چې د مرزونو څخه په استفادې د پولې دېخوا ترهګر راستوي، او فعلاً د شمالي برخې ګاونډي دوی ته جنګي وسلې او امکانات برابروي."
په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د «خالد ۹۶» تر نامه لاندې به د یوې اوونۍ په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په مقصد په ټولو شمالي ولایتونو کې پسرلني پوځي عملیات پيل کړي.
د یادولو ده چې تردمه د دولت ضد هېڅ یوې وسله والې ډلې د شمال زون د امنیتي چارواکو د یادو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی