په کونړ کې د سرحدي پولیسو ځینې سرچینې وايي چې د یاد ولایت د مرورې ولسوالۍ اړوند په غاښي کنډو سېمه کې له څو ورځو راهیسې د دوي خوراکي توکي او اکمالات خلاص شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.
دغې سرچینې نن د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دا ستونزه یې له سیمه ییزو چارواکو سره شریکه کړې ده خو تراوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.
سرچینه وایي چې په دې سرحدي سېمه کې تر څلویښتو ډېر سرحدي پولیس له یادې ستونزې سره مخ دي.
د کونړ د والي دفتر دغه ستونزه مني خو وایي چې ډېر ژر به دغو ځواکونو ته اکمالات وشي.