د امریکا ولسمشر د فلسطیني ادارې مشر ته بلنه ورکړې چې له اسرائیلو سره د سولې په اړه د بحث لپاره امریکا ته سفر وکړي.
ډونالد ټرمپ له محمود عباس سره په لومړي ځل ټلفوني خبرو کې نوموړی سپینې ماڼۍ ته وباله.
سپینه مانۍ وايي، ښاغلي عباس ټرمپ ته وویل چې د سولې د یوې معاملې په اړه باید له اسرائیلو سره مستقیمې خبرې وکړي او امریکا به دې هدف ته د رسېدو لپاره له دواړو خواوو سره له نېږدې همکاري وکړي.
فلسطینیانو د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو څخه د ټرمپ د کلک ملاتړ له کبله اندیښنه څرګنده کړې ده.
نتنیاهو د نړۍ له لومړیو مشرانو څخه دی چې ټرمپ د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته د هغو کوربه و.
دواړو له یوبل سره په منظم ډول ټلیفوني خبرې هم کړې دي.